اختر به څنګه ښه اخترشي!
لیکونکی: ولی محمد« نورزی لیکونکی: ولی محمد« نورزی

 

 

                                                   دکوچنې اختر او داستقلال دورځې درارسیدو له امله ټولو دوستا نو ته دزړه له کومي مبارکی وایم،سوکالې او نیک مرغي مو په برخه شه.

 

دروژی د میاشتي وروسته  تل  اختر  شي

کلي کورکي  خو شا لي  ښار  بختور  شي

 چه اولس مي نن د لوږې  نه مړ    کیږي 

 دا  اختر به زما   پر کور  څنګه  اختر  شي

په جګړوکي سری لمبي دي    وطن  سوځي

 د بمونو په پټا وکي د شهید افغان  محشرشي    

د افغان کورته   به      څنګه  سوله را  شي    

 چه  چارواکي  د رشوت   په تور ککړ  شي 

خپله خاوره مي د بل دهوس    ښکار    شوه  

  ورور د وروره پلار  د زوی نه  مرور شي 

دازموږاولس به څنګه    مخته     ولاړ     شي 

 چه پاچا او وزیران  په کم وخت کي میلیونرشي

د پوښتنې  وخت  به    کله     وي      نورزیه

چه ظالم په عام محضرکي محکمي ته برابرشي 

 

 


August 19th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان